Rebar Neema Kissa Okre | Khyal Mohammad | Qlanda Momand

9 months ago
1

قلندر مومند(1 ستمبر 1930 - 4 فروري 2003)
#RememberingQalandarMomand

ریبار نیمه کیسه وکړي نیمه خوا مخې له راشي
د ارمان په ستړو لارو وارخطا مخې له راشي

اوس خو وایمه که راشي نو زړگی به ورته سپړم
اندیښنو څه به کوومه که رښتیا مخې له راشي

لا د مینې له اظهاره وړاندې نه یم مخکې شوی
ستا په مخ چې حیا راشي نو حیا مخې له راشي

ورکې مینې پسې ګرځم تش پہ ورځو تسلسل کې
نن خو رانغله کیدی شي چې صبا مخې له راشي

د پرکار په څیر څرخیږم د هدف په منزلونو
انتها ته چې رسیږم ابتدا مخې ته راشي
کلام قلندر مومند ،،
غږ خيال محمد ،،

Loading comments...