Rebar Neema Kissa Okre | Khyal Mohammad | Qlanda Momand
قلندر مومند(1 ستمبر 1930 - 4 فروري 2003)
#RememberingQalandarMomand
ریبار نیمه کیسه وکړي نیمه خوا مخې له راشي
د ارمان په ستړو لارو وارخطا مخې له راشي
اوس خو وایمه که راشي نو زړگی به ورته سپړم
اندیښنو څه به کوومه که رښتیا مخې له راشي
لا د مینې له اظهاره وړاندې نه یم مخکې شوی
ستا په مخ چې حیا راشي نو حیا مخې له راشي
ورکې مینې پسې ګرځم تش پہ ورځو تسلسل کې
نن خو رانغله کیدی شي چې صبا مخې له راشي
د پرکار په څیر څرخیږم د هدف په منزلونو
انتها ته چې رسیږم ابتدا مخې ته راشي
کلام قلندر مومند ،،
غږ خيال محمد ،،
1
view
Da Khoshal Na Pass da Ishq Alam zma da Tasneem Mama
کۀ په مخ د اسمان توره شپه رڼا شي
د دې زمکې ټول زخمونه دې زما شي
د تهمت پېټو ته کلک پټکے وهمه
چې زما نۀ دي هغه دې هم زما شي
رنګ په هر نګ کښې حالونه د ځان وایي
رنګ ګونګے نۀ وي په پټه خولۀ ګویا شي
که د ټول جهان ښائست موټې کښې بند کړي
خو چې ستا په طرف لاړ شي نو تالا شي
د ساړي ښکلا ئې لاړه یو په دوه کړه
د ګل لختې د قامت جادو ګل پاشي
د خوشحال نه پس د عشق عَلم زما دے
هجرذاد دې ټول زما په قدم راشي
زورورو مصلې خو پسې لنګ کړئ
بیا هله وایئ زما یار دې زما شي
وصل بنده دروازه ده خو تسنیمه!
په کلونو کښې یو ځل په سړي وا شي
ریاض تسنیم..
3
views
Meene Nemgere Lag Ye Juree Da Zre Parhar Ka مينې نغمګــــــــرې لږ ئې جوړ د زړۀ پرهار که Ijaz Ufaq
مينې نغمګــــــــرې لږ ئې جوړ د زړۀ پرهار که
شيـــخ چې د تســپو غړلې تار!! د رباب تار که
بېا بۀ د ژوند خوب د يار د ليچو په سر وينم
لږ دې ســــــــر للو للو په ليچو کښې د دار که
ستا افغان ښائېســت بۀ د ټپو پۀ ژبه ستائېم
جــــــوړه په لاس ميــنه مې د زړۀ په قندهار
څۀ له ښکلــــــــــــوې رباب پيښې د زيارتونو
خداې خــو دې په خــامه بهانه راسره يار که
خلکو پۀ کنځــــلو باندې تور توري جوټه کړل
لږ خو ئې کاروانه په غـزل کښې سندرمار که
افـق او
پيـرکاروان❤❤
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
#tiktok,#tiktokvideo,#tiktokviral,#tiktokforyoutrickwithproof,#tiktokforyousetting,#tiktokforyoutrick,#tiktokforyoutrick2023,#Karankhan,#Pashtonewsongs,#Haroonbacha,#Mumtazorakzai,#Mumtazorakzaipoetry,#mumtazorakzaighazal,#Mumtazorakzaisongs,#Pashtopoetry #Afghanpoem,#Afghannewsongs,#Attan,#khattandance,#PashtoClassic,#Nizaryousafzai,#Mumtazorakzaighazal,#pashtopoetry,#Afghanpoem,#karankhan,#haroonbacha,Music موسیقې,pashtomusic,Pakistan,Pashto,@PashtoMosiqee6,Pashto Mosiqee
5
views
Tora Che Teregi Kho Guzar Lara Kana ۔ Ijaz Ufaq Islamabad Concert
توره چې تیریږي خو ګزار لره که نه
زلفې چې ول ول شي, خو خپل یار لره که نه
ولې راته وایې چې په ښکلو نظر مه کړه
سترګې چې پیدا دي خو دیدار لره که نه
شیخ دې لمونځ روژه کا زه به ډکې پیالې اخلم
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره که نه
می شته، چنګ ونې شته د خپل یار سره خوشحاله
خپل بیاض په لاس که ځه ګلزار لره که نه
سندرغاړې: اعجاز افق
شاعر: خوشال خان خټک
نڅا کوونکی: اسفندیار خټک
#ijazufaq #ijazufaqislamabad #pashtonewsong #ijazufaq #ijazufaqislamabad #pashtonewsong
6
views
Da Stargo Tor Afghanistan Da Zra takor Afghanistan | Irshad Irshad | Karan Khan
نظم
د سترګو تور افغانستان د زړه ټکور افغانستان
د مټو زور افغانستان زمونږه کور افغانستان
ناز د پښتون افغانستان راز د سکون افغانستان
دار د تړون افغانستان لار د ژوندون افغانستان
په فکر خور افغانستان غواړو سمسور افغانستان
(د سترګو تور افغانستان د زړه ټکور افغانستان)
(د مټو زور افغانستان زمونږه کور افغانستان)
وي دې بريال افغانستان د سيالو سيال افغانستان
حسنو جمال افغانستان وياړ او جلال افغانستان
د ژوندون شور افغانستان هم زمونږ ګور افغانستان
(د مټو زور افغانستان زمونږه کور افغانستان )
(د سترګو تور افغانستان د زړه ټکور افغانستان )
رنګين چمن افغانستان شيرين وطن افغانستان
يک با مسکن ا فغانستان بلها سودمن افغانستان
مينه د مور افغانستان مينه د ورور افغانستان
(د مټو زور افغانستان زمونږه کور افغانستان )
(د سترګو تور افغانستان د زړه ټکور افغانستان )
غواړو اباد افغانستان ښکلى هيواد افغانستان
د سپرلې باد افغانستان ګران په ارشاد افغانستان
نور شه سمسور افغانستان سمسور شه نور افغانستان
(د مټو زور افغانستان زمونږه کور افغانستان )
(د سترګو تور افغانستان د زړه ټکور افغانستان )
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
..
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
..
.
..
.
.
.
.
.
.
..
#AfghanIndependenceDay #afghanistan #independenceday #isteqlal #Khpalwakafghanistan #19augustafghaistannatnaildal
#afghanistan
Afghanistan #100Years #2019
#Irshad_Irshad #Karan_khan #Afghanistan #100Years #2019 #KaranKhan #pashto_song
a beautiful song of Karan Khan about Afghanistan . Enjoy zama Zra Afghanistan (my Heart Afghanistan).
#my_Heart_Afghanistan #pashto_song #KaranKhan #aneesjournalist
8
views
Kha da Che nashta da ashna da meene shor nashta | Karan khan | Pashto new song 2023
ښهٔ ده چې نشته د اشنا د مينې شور نشته
پرېږدی يادونو اوس مې هغه د زړهٔ زور نشته
د زړهٔ پهٔ ور مې مېلمانهٔ ستا د غمونو راغلل
اوښکو وروځئ، ورته ووايئ چې کور نشته
ښه شوه د ژوند لهٔ ډک بهيره تش راپورې وتم
د زمانې د احسانونو سره پور نشته
د عشق صحرا ورکو ګردونو پسې لاس ووهئ
دا څو بې سره لېوني دي پاتې نور نشته
دلته کښې دار هم چا و نهٔ ګڼهٔ ثبوت د وفا
مينې پهٔ کوم ډګر اعظم ته ستا پېغور نشت
ډاکټر اعظم اعظم.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
#Pashtosong #Karankhan #daashnadameneshor #janana_rasha_che_pukhla_sho #pashtonewsong #pashtomusic #Afghanmusic #Afghanistan #pashtopoetry #pashtosong #pashtomusic #pashtoquotes #pashtoculture #pukhtunkhwa #afghanistan #afghanarmy #afghanmusic #pashtoon #tajik #uzbek #hazara #peace #heartbroken #love #ghanikhan #ghanikhanbaba #ghanikhanpoetry #peshawar #kabul #joker #jokerlover #Pashtonexson2021 #Turkishnewsong2021 #Kabul #peshawar
5
views
Sahr sba da cheeny ghara !! Pashto best GhazaL !! Haroon Bacha !! Nurul Habib Nisar
غزل : نورالحبيب نثار
غږ : هارون باچا
سحر سبا ، د چينې غاړه او روانې اوبه
جانانه ما له خدايه غواړه او روانې اوبه
د چا د مست غزل په شانې زړه ته لاره کوی
ستا د ګړي په شانې غاړه او روانې اوبه
د خپل تصویر په تماشه، تصویر اوبو وړی دی
جينۍ ده ځای په ځای ولاړه او روانې اوبه
چې په غزل کې دې راځي مناسبت به لري
د ترهېدلې ښکلا ژباړه او روانې اوبه
د چا لېمې له اوښکو ډکې، د چا شونډې وچې
خدایه يوځای کړې دغه شاړه او روانې اوبه
څه عجیبه شانې يو خوب دی همېشه يې وينم
نثاره ! ته او هغه دواړه او روانې اوبه
2
views
Che Dar Goram Kharbegam Der Rangegem | چې در ګورم خرابېږم در ړنګېږم | Naseeb Saqib
چې در ګورم خرابېږم در ړنګېږم
یاره نیسه مې غورځېږم در ړنګېږم
ته ترخه خبره ګله راته مه کړه
زه په ښه خبره لوېږم در ړنګېږم
شرابونه دې په سترګو کې نڅا کړي
زه بې واره نشه کېږم در ړنګېږم
تا مې لاس کې لاس نیولی راغږېږې
سر تر پښو پورې بوګنېږم در ړنګېږم
زه د سترګو ته زیر زیر کتلی نه شم
له باڼو نه د یرېږم در ړنګېږم
ته د سره ګلاب د پاڼې نشانه یې
زه شبنم په تا تلېږم در ړنګېږم
شمسه! نن خو دې په نوي انداز ګورم
لکه بیا چې مئینېږم در ړنګېږم
شاعر : شمس خوستی
سندرغاړی:نصیبثاقب
1
view
Lar Ka Me Nazar She Za Ba Sta Lary Ta Gorama I Bilal Jamshed I Dr Muhammad Azam Azam
لاړ که مې نظر شي زه به ستا لارې ته ګورمه
را دې شي اجل خو د وفا لارې ته ګورمه
څو به مې نظر کوي منزل په حجابونو کښې
څو به دې د خلکو نه په غلا لارې ته ګورمه
ستړې يم د خپل فکر تر کوره رسيدې نه شم
وړې يم د چا ورکې سودا لارې ته ګورمه
ورک رانه منزل دی د رسمونو په ګردونو کښې
ستا په لورې ځم خو د دنيا لارې ته ګورمه
اوسم چې خاموشه د تيرو په زندانونو کښې
تورو، تورو شپو زه د صبا لارې ته ګورمه
واړه څهرې ورکې شوې د وخت په غبارونو کښې
چا پسې شوم خاورې دا د چا لارې ته ګورمه
نه پرېږدي اعظمه د يادونو محفلونه مې
مخکې، مخکې ځمه خو په شا لارې ته ګورمه
شاعر: ډاکټر اعظم اعظم
سندرغاړی : بلال جمشيد
1
view
Na Me Dilbari Na Dildari okera | Wagma | Tribute to Ustad Ahmad Gul & Qamro Jaan
نه مې دلبري نه دلداري وکړه
هسې مې دژوند سره خواری وکړه
زه دخپل مئین په ښایست څه کړمه
ما خو مخبت سره یاري وکړه
زړه ته یې راکوزه کړه دځان سره
اوښکو څومره نوي ریباري وکړه
ښکل یې کړمه ښکل یې کړمه
وخت څه زوروره فنکاري وکړه
شاعر..... ؟؟؟؟؟
@PashtoMosiqee6
1
view
Rasha da Rahmat Barana Khar Akhest Oor Da | Fazal wahab dard | Pir Mahammad Karwan
راشه د رحمت بارانه ښار اخستی اور دی
ژوند لکه د کلي د چنار اخستی اور دی
راشئ زما اوښکې ورله يوسئ بلبلانو
سوزي درنه ښکلي لاله زار اخستی اور دی
نه يې د چا لاس لکه امېل د غاړې تاو شو
غاړه کې يې خپل د غاړې هار اخستی اور دی
وچې شونډې ګرځئ بدبختانو ميخوارانو
اوښکې د انګور وسوې انار اخستی اور دی
لرې شه لمنه به دې و سوزي طبيبه
پرې يې ږده چې څه کيږي پرهار اخستی اور دی
ما وې ګلابي جامونه راکړه راته وې يې
وار وکړه تلوار مکړه ستا وار اخستی اور دی
سوې د "کاروان" سندرې چا په زمزمه کړې
ګوتې د مطرب وسوې شاتار اخستی اور دی
پيرمحمدکاروان
9
views
Qailoon Khana | Ijaz Ufaq | Qudratullah Darman | New Pashto/Pashtu song 2023 #ijazufaq
#ijazufaq #pashto #pashtomosiqee
Qailoon Khana
Singer: Ijaz Ufaq
Poetry: Qudratuullah Darman
#ijazufaq #pashto #pashtomosiqee
#pashtosong #pashtopoetry
#urdughazal #urdupoetry
#forextrading #ijaz
10
views
Mumtaz Lala | دا ګلاب وګوره اوس اوس پرې چا اوبه شيندلي هغه چې لوند کړي کله مخ په اوبو داسې به وي
لکه کړسا د تازه ګرمو نينو داسې به وي
هر څوك چې خيژي په تنکيو توبو داسې به وي
ـ
په ډګډګي دغه يو کس ته زر په ځير وګورئ
حسن چې سور شي د هوا په اوږو داسې به وي
ـ
دا ګلاب وګوره اوس اوس پرې چا اوبه شيندلي
هغه چې لوند کړي کله مخ په اوبو داسې به وي
ـ
ما په تڼاکو ياده کړې زما لويه خدايه
څوك چې الله الله کوي په تسبو داسې به وي!
ـ
په مونږ را ګډو دښمنانو ته چې ګورم وايم
چې کله ګډ شي تور لېوان په رمو داسې به وي
ـ
زه کله کله چې دې خپل ضدي زړګي ته ګورم
وايم چې ګير د پښتنو په لانجو داسې به وي
ـ
ممتازه ځانته آئينه کې ګورم چرت وهمه
چې څوك حيرانه شي يو دم پهسلګوداسېبهوي
1
view
De Zrono Ke Nor Se De Kho Janan Peke Jwandin De | Arman Khan Song Ikram Ullah Gran | Syed Shah Saud
چې لا خوبه راويـــښـيګم ضاٸع کـــيـــږم
بي تعبـــيره پاتي کيــګـم ضاٸـــع کــيــږم
بې نيــازي او اسـتغـنا مې ځي لـه مـينـځه
چې پـه در کې دې اودريږم ضـاٸع کـيــږم
ته ګلاب يــٸ ته نرګــــس يـٸ زرغـونيـګې
زه ديــوال يــمه نـــړيــګـم ضـاٸــع کــيـږم
څو شيبو له خو مې خپل کړه شاه سعوده
لکه وخــت درنـه تيــريـږم ضـاٸعکــيـــږم
شاه سعوده
او دويم
دې زړونو کی نور څه دي خو جانان پکې ژوندن دی
همدغه تصور دغه ارمان پکې ژوندون دی
چې مونږ پکی اوسیږو څومره ګران پکې ژوندون دی
وړیا دی سوداګرو ته ارزان پکې ژوندون دی
مونږ وينې وينې اوښکی په شيبو وورولې
دا دشت د وفا تږي دی باران پکې ژوندون دی
اشنا د محبت د ګټی کور راته معلوم دی
چې سر پکی بايلو دغه تاوان پکې ژوندون دی
دې ښار په فقیهان د سزا نوې لاره ګوري
چی دار پکې ژوندون دې او زندان پکې ژوندون دی
اکراماللهګران
2
views
Wale Rata Waye Che Lag War Kawa War Se Mana | Fazal Wahab Dard | Pir Mohammad Karwan
ولې راته وایې چې لږ وار کوه وار څه معنا
کار د مينې کار دﺉ له دې کاره انکار څه معنا
خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه
پوﺉ به شې او لوﺉ به شې چې سترګې د یار څه معنا
ووایه د ژوند د فلسفې شاګرده! ووایه
سر په اوږو څه معنا او سر وي په دار څه معنا
چوپ شمه که ووایم چې دنګه یاره! تا ښاېم
خلک راته وایې چې کاروانه! چینار څه معنا
پیرمحمدکاروان
Wale rata wai che lag war kawa war sa mana.
Kar da meni kar de la de kar aw inkar sa mana.
Fazal Wahab Dard Seeb
1
view
Lag Shan Hemat Da Laga Duia Da, Da Shago Kor Da Teza Hawa Da | Rehman Gull Marwat | Mumtaz Outakzia
رحمـــان ګل او د ګـــــران مشـر محـترم ممــتاز لالا ملغلـرې💝💝
نورې ځمکې نورو لوبو ته وړیا دې
د مرګ لوبه د افغان په ځمکه کیږي
ماته خلک ولې ستورې ، ستورې کیږي
شک مې ولې د اسمان په ځمکه کیږي
وخت میشته په پردۍ ځمکه کړم رنځور یم
نــــښتر کـــله د مـــلتان په ځـــمکه کــــیږي
د هر عم نه لاس په سر يمه ممتازه
ګـــزاره مــې د ارمان په زمــکه کـيږي
او دويم
لږ شان همـــــــــت دې، لـــــږه دعا ده
د شــــــــــګو کـــــور دې تيزه هوا ده
چې ځې نو لاړ شه زه به هم لاړ شم
الله مــــــــــــــــالک دې لويه دنيا ده
سپينه خـــــــــــــــبره، لنډه قصه ده
د ژوند مجـــــرم يم ساه مې سزا ده
کم کم ليدے شي، ډير محسوسيږي
هغه يــــــــو ناز دې، يـــــــوه ادا ده
هو! زه حســين يم، د اوسني وخت
پښتونخـــــوا څه ده؟ خو کربلا ده
د امن مينه، قســـــــــم په رب چې
زما ســــــــودا وه زما ســــــودا ده
مـمتازه! خـــــوب هم يو بيابان دې
ممـتازه! خيــــــــال هم يوه خلا ده
1
view
#شپون # ژوند_ښکلي
زاهد به څهدژوندکتاب ولولي
هغه په ټکو کې ګناه ګوري
صابر
#شپون
#ژوند_ښکلي
1
view
Ka da Makham de pe Nama kerema nu Sanga be she | Serfaraz Khan | Memtaz Lala
کــه دا ماښام دې په نامه کړمه نو څنګه به شي
که ځان شراب کړم تا پياله کړمه نو څنګه به شي
مينه اوس څه پاتې ده خو بس خاطره پاتې ده
ښـه !! که زه هيره خاطره کړمه نو څنګه به شي
تـازه يادونـو ته کـه جــوړ کــــړمه، تازه قــــبرونه
زه که دا خپل زړۀ هديره کړمه نو څنګه به شي
تر اوسـه راغـلمه په هـره لار تنــــــــــــــــــــها راغلمه
اوس که دا خپل ځان راسره کړمه نو څنګه به شي
مـمتازه ! مه کښي يو منصور په بد مستۍ راغلے
کــه نــن سبا يـې غر غره کــړمه نو څـنګه به شـي
3
views
Joredai Shwa Kho Taa Yara | Haroon Bacha | Darwaish Durrani
جوړېدای شوه خو تا ياره جوړه نه کړه
زما زړه نه دي هنداره جوړه نه کړه
باوجود ددې چي تاته لاره نه وه
ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه
چي ستا مخ به پکي ويني پردي خلک
ما غزل له دغه ډاره جوړه نه کړه
په رڼا ومه ډاډه د خپلو اوښکو
ما ډېوه دځان دپاره جوړه نه کړه
ماوې ستا زندګي څنګه شوه دروېشه!
ده وې خدای هغه بېماره جوړه نه کړه
دروېش درانی
22
views
Khanda Zelzele Pe Khyber Rawela Tel We Tenderona Pe Brekhna Pore | Arman Khan | Khyber Apridi
اور د مینې پورې وو په ما پورې
اور وو اخېر پورې شو په تا پورې
مینې دې څه هسې سودا راکړله
هسې خندا راشي په خندا پورې
دواړو به یو بل ته وې چې ته وایه
نور مو هېڅ اونه وېل تر سبا پورې
خانده زلزلې په خېبر راوله
تل وي تندرونه په بریښنا پورې
1
view
A Tribute to Shaheed Mashal Khan Shaheed | Sardar Ali Takkar | Majrooh @PashtoMusic625
#دیرالسم_اپریل_د_مشال_خان_تلین
1
view
Ka Bela Ta Me Zrre Drazegi Nu Kafir Dy Shema | Haroon Bacha ہارون باچا | Akbar Sial @PashtoMusic625
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مـړه ورپسې ژاړم
ما د یار دغه غوښتـــــنه هم پـوره کړه
نه یې نوم اخلم او نــــــه ورپســې ژاړم
بیلتانه دې د هر چا په غـــم شـریک کړم
یار د بل درومــــي او زه ورپسې ژاړم
چې تر څو مې وي دا زړه نو یادوم یې
چې تر څو لرم لیمــــــــه ورپسې ژاړم
مخ او زلفې یې په یاد راځـــي درویشه
په رڼا او په تیـــــــــــاره ورپسې ژاړم
درویشدورانی
--------------------------------------------------------------
او دويم د اکبر سیال
که بي له تا مې زړه درزیږي نو کافر دې شمه
که مې په ژوند کې ساه غړیږي نو کافر دې شمه
که بې له تا سپرلې ټوکیږې نو کافر دې شمه
د زړه په کور که مې غوړیږي نو کافر دې شمه
لکه غنم مې پسې زړه د غمه ټق اوچاودو
که به مې رزق ته زړه کیږي نو کافر دې شمه
که ټول جهان سپوږمۍ سپوږمۍ شي ستوری ستوری ګله
زړه که مې بل ځائ خوشحالیږي نو کافر دې شمه
ستا د جبین د سرو غرمو په انتظار مې قسم
د زلفو بڼ که مې هیریږي نو کافر دې شمه
بې ستا د یو څاڅکې خمار خمار نظر جانانه
که مې په سیند تنده ماتیږي نو کافر دې شمه
بس د دی یو صنم سجده راته روا که ربه
که سر مې بل بت ته ټیټیږي نو کافر دې شمه
زه لکه غوث او یا نامرده یم په مینه کې ستا
که مې ښائیست ته زړه تخنیږي نو کافر دې شمه
که د تمامې دنیا ښکلي یوه غونچه شې د ګل
که ستا د مخ سره جوړیږي نو کافر دې شمه
اوښکې چې سرې نه شې لمبې نه شې سکروټې نه شې
هسې که سترګې مې لوندیږي نو کافر دې شمه
خلکو په ما باندې تهمت د کفر مه لګوئې
بې د اسمانه که نوریږې نو کافر دې شمه
نه بې شعوره نه پاګل نه په نشه کې یمه
خدایګو که فکر مې سمیږې نو کافر دې شمه
چې ستا د کاڼې کاڼې بت زړه خاموشۍ ته ګورم
که مى په تن کې روح ګډیږې نو کافر دې شمه
د چا یادونه ترې اباسم لاس مې خښ دې په زړه
قسم په خداي که جدا کیږې نو کافر دې شمه
تا د بڼو په چړو سیال داسې غوڅ کړې نه دي
درد که ئې لګ هم قراریږې نو کافر دېشمه
اکبرسیال
@PashtoMusic625 Music | موسیقې
6
views
Che Pe Naz Poie Pe Ada Poie | چې په ناز پویې په ادا پویې او بهانې هم ورځي | Rehman Gul | Mumtaz Lala
چې په ناز پویې په ادا پویې او بهانې هم ورځي
رضا یې نه ده ګني چل د یارانې هم ورځي
تقویٰ پرست طبیعت مې مستې سترګې هم خوښوي
یریږه مه ساقي آداب د میخانې هم ورځي
څه په چل چل یې ځان راګران کړو راته ګرانه یې کړه
څه پوهیدم چې دې ساده ته دا کانې هم ورځي
دې ساندې ساندې ژوند کښې خلهٔ د ممتاز نه جوړیږي
خدایې به وخت راولي ممتاز ته ترانې هم ورځي
ممتاز لالا
او بل د افګار بخاري صېب
1
view
Che Pe Drogho Khosili Ge Pe Rekhtya Khapa Ve | Karan Khan | Sahib Shah Sabir
چې په دروغو خوشحاليږي په رښتيا خفه وي
هغه ياران خو به له ما نه خامخا خفه وي
زما خوږمن له مانه لرې په صحرا دېره دی
زما په کلي کښې څوک نشته چې په ما خفه وي
هغه سړی څۀ عجيبه، عجيبه ټوقې کوي
ما اورېدلي چې زما خفه، په ما خفه وي
د پېښور په ښار بلا شوې چې اوسې په کښې
زړۀ به دې تنګ وي په وجود کښې به دې ساه خفه وي
د مرغو شور په کومه لاړ مرغۍ په کومه لارې؟
بڼونه ختم شو سحر خپه هوا خفه وي
مينه به کوم کوم زړۀ ساتي څومره ناکام به کوي
دا خو دنيا ده د سړي نه به دنيا خفه وي
دا د ازار په ډېرۍ وختل ازار به مومي
چا چې نن جنګ وکړو، دا خلق به سبا خفه وي
زۀ د زړۀ منمه، خو څۀ خبره ومنمه
دغه دی ستا نه مرور دی خو په تا خفه وي
څۀ لېونی دی چې په يو ځای کښې خوشحاله نه وي
صّابر په ښار کښې مرور وي په صحرا خفه وي
____ غزل ____
صاحبشاهصابر
1
view
Dalta U Kas De Shoka Hum Kave Khirat Hum Veshe | Shah farooq | Iqbal Momand
زهر یی هم وشندل لپې لپې شات هم ویشی
دلته یو کس دے شوکه هم کوی خیرات هم ویشی
وخت مو په سترګو کښې تیکه تیکه حالات هم ویشی
ستا د جبین تنکي خالونه واردات هم ویشی
دے د رورئ په حرمت کرښه د عناد راکاږي
دے خو اڼګن د حجرے هم ویشی جمات هم ویشی
ما د خپل سر قاتل په پټو سترګو ورپيژندو
چې مې په قبر سهرے هم غوړوی سخات هم ویشی
جبر ئې هم د نظر وړم سترګې پرے هم خوږووم
خلک هم وژنې خو جامونه د حیات هم ویشی
خدائ مې دې مل شی ګنی ګرانه ده او ښه ګرانه ده
ما په ګناه هم نیسي رنګ په کائنات هم ویشی
دخو اقباله یاران ښه دې وسلے نه غورځوي
ګنې د خلک پیښور هم ویشی سوات هم ویشی
کلام: اقبال مهمند
2
views