Da Nawroz Da Sahar Baada | د نوروز د سهار باده | Sardar Ali Takkar | Abdul Ghafoor Liwal ...

1 year ago
1

نوروز ته سرود
له بامي بلخه راپاڅه ، د نوروز د سهار باده
پسرلی د عشق راخور کړه له زاړه ام البلاده
د هېلمند مسته څپه شه په لرغوني سیستان واوړه
د کابل ارغوان ښکل کړه ، د باګرام هوا کړه ښاده
پر سرلوړي هري واوړه ، چې ګذر په اصفهان کړې
بخاراته وږمه یوسه ، چې پرواز په بدخشان کړې
د سوما په باده مسته ! د «سدې» د جشن یاده
له بامي بلخه راپاڅه ، د نوروز د سهار باده
له «ګنجه» تر اباسینه ، له ګنګا تر سمرقنده
له قونیې تر فراه روده ، له لاهوره تر خجنده
د زلمو دي اتڼونه ، د ښایسته پېغلو نڅا ده
له بامي بلخه راپاڅه ، د نوروز د سهارباده
نوی کال دی ، نوی ژوند دی د اقبال ستوری بلند دی
د دانې نوی پیوند دی ، د دهقان خاطر خرسند دی
تر پښو لاندې سبزه ده ، پاس د عشق نوې هوا ده
له بامي بلخه راپاڅه ، د نوروز د سهار باده
سمنک دې شنه قدم ته ، هفت مېوه د سپرلي دم ته
قزاقي سمند دې زین کړه ، راشه بیا قرغزي چم ته
چې بیا یو کړو سره زړونه ، لویه سوله کړه بنیاده
له بامي بلخه راپاڅه د نوروز د سهار باده

شاعر : عبدالفغور لېوال
سندرغاړی : سردار علي ټکر

Loading comments...