Nasoyo Patangano Dewe Mre Shve Zai Chi Zo | Haroon Bacha | هارون باچا | Humza Baba@PashtoMusic_

1 year ago
3

کلام : حمزه شينوارے
غږ. : هارون باچا
تندے د ساقي تريو, تشې کاسې شوې,ځئ چې ځو
ناسویو پتنګانو ، ډیوې مړې شوې ، ځئ چې ځو

بې لارې ؤ ، په لار شو چې راهبر شو رانه ورک
موسکۍ راته له ورایه مرحلې شوې، ځئ چې ځو

یارانو په پښتون اشنا مې دا نه ؤ ګمان
جرګې له نیمې لارې راستنې شوې، ځئ چې ځو

شاید غرور یې مات کا دا زموږ بلا نوشۍ
رندانو د ساقي چې سترګې سرې شوې، ځئ چې ځو

محفل ته رقیبان یې په خپل ځائے راواستول
اوس جوړې نورې نورې تماشې شوې ، ځئ چې ځو

تل ستوري رهبري کړي پکښې کم دي غلچکي
جوپو تیرې له پاسه راخورې شوې ، ځئ چې ځو

واعظ که راته نن کړي نصیحت په نوي رنګ
ملګرو دا قیصې خو اوس زړې شوې، ځئ چې ځو

شاید چې بله شوی ده ډیوه د میخانې
ماښام شو د اسمان لمنې سرې شوې، ځئ چې ځو

حمزه وایي بدل به کړي د وخت اکر بکر
چې سترګې د حالاتو پښتنې شوې، ځئ چې ځو
"
@PashtoMusic_

Loading comments...