Lar Ka Me Nazar She Za Ba Sta Lary Ta Gorama I Bilal Jamshed I Dr Muhammad Azam Azam

11 months ago
1

لاړ که مې نظر شي زه به ستا لارې ته ګورمه
را دې شي اجل خو د وفا لارې ته ګورمه

څو به مې نظر کوي منزل په حجابونو کښې
څو به دې د خلکو نه په غلا لارې ته ګورمه

ستړې يم د خپل فکر تر کوره رسيدې نه شم
وړې يم د چا ورکې سودا لارې ته ګورمه

ورک رانه منزل دی د رسمونو په ګردونو کښې
ستا په لورې ځم خو د دنيا لارې ته ګورمه

اوسم چې خاموشه د تيرو په زندانونو کښې
تورو، تورو شپو زه د صبا لارې ته ګورمه

واړه څهرې ورکې شوې د وخت په غبارونو کښې
چا پسې شوم خاورې دا د چا لارې ته ګورمه

نه پرېږدي اعظمه د يادونو محفلونه مې
مخکې، مخکې ځمه خو په شا لارې ته ګورمه
شاعر: ډاکټر اعظم اعظم
سندرغاړی : بلال جمشيد

Loading comments...