Premium Only Content

Ka Bela Ta Me Zrre Drazegi Nu Kafir Dy Shema | Haroon Bacha ہارون باچا | Akbar Sial @PashtoMusic625
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مـړه ورپسې ژاړم
ما د یار دغه غوښتـــــنه هم پـوره کړه
نه یې نوم اخلم او نــــــه ورپســې ژاړم
بیلتانه دې د هر چا په غـــم شـریک کړم
یار د بل درومــــي او زه ورپسې ژاړم
چې تر څو مې وي دا زړه نو یادوم یې
چې تر څو لرم لیمــــــــه ورپسې ژاړم
مخ او زلفې یې په یاد راځـــي درویشه
په رڼا او په تیـــــــــــاره ورپسې ژاړم
درویش دورانی
--------------------------------------------------------------
او دويم د اکبر سیال
که بي له تا مې زړه درزیږي نو کافر دې شمه
که مې په ژوند کې ساه غړیږي نو کافر دې شمه
که بې له تا سپرلې ټوکیږې نو کافر دې شمه
د زړه په کور که مې غوړیږي نو کافر دې شمه
لکه غنم مې پسې زړه د غمه ټق اوچاودو
که به مې رزق ته زړه کیږي نو کافر دې شمه
که ټول جهان سپوږمۍ سپوږمۍ شي ستوری ستوری ګله
زړه که مې بل ځائ خوشحالیږي نو کافر دې شمه
ستا د جبین د سرو غرمو په انتظار مې قسم
د زلفو بڼ که مې هیریږي نو کافر دې شمه
بې ستا د یو څاڅکې خمار خمار نظر جانانه
که مې په سیند تنده ماتیږي نو کافر دې شمه
بس د دی یو صنم سجده راته روا که ربه
که سر مې بل بت ته ټیټیږي نو کافر دې شمه
زه لکه غوث او یا نامرده یم په مینه کې ستا
که مې ښائیست ته زړه تخنیږي نو کافر دې شمه
که د تمامې دنیا ښکلي یوه غونچه شې د ګل
که ستا د مخ سره جوړیږي نو کافر دې شمه
اوښکې چې سرې نه شې لمبې نه شې سکروټې نه شې
هسې که سترګې مې لوندیږي نو کافر دې شمه
خلکو په ما باندې تهمت د کفر مه لګوئې
بې د اسمانه که نوریږې نو کافر دې شمه
نه بې شعوره نه پاګل نه په نشه کې یمه
خدایګو که فکر مې سمیږې نو کافر دې شمه
چې ستا د کاڼې کاڼې بت زړه خاموشۍ ته ګورم
که مى په تن کې روح ګډیږې نو کافر دې شمه
د چا یادونه ترې اباسم لاس مې خښ دې په زړه
قسم په خداي که جدا کیږې نو کافر دې شمه
تا د بڼو په چړو سیال داسې غوڅ کړې نه دي
درد که ئې لګ هم قراریږې نو کافر دې شمه
اکبر سیال
@PashtoMusic625 Music | موسیقې
-
13:55
itsSeanDaniel
2 days agoWOKE Nutjob Liberal Finally Proved JUST HOW DUMB She Really is
1054 -
8:01
MattMorseTV
10 hours ago $5.58 earnedHe's ACTUALLY doing it...
49.8K54 -
15:04
GritsGG
14 hours agoHow the Rank 1 Player Warms Up on Warzone Before Stream!
3.53K -
1:54:43
Side Scrollers Podcast
18 hours agoVoice Actor ROASTED For Racist Double Standard + Influencer FELONY After Con Threat | Side Scrollers
26.1K7 -
11:03
The Pascal Show
18 hours ago $0.66 earned'THAT BABY IS GONE!' Neighbors Break Silence On Emmanuel Haro Case... Wildlife Took Remains?!
4.41K -
LIVE
Lofi Girl
2 years agoSynthwave Radio 🌌 - beats to chill/game to
303 watching -
2:54:09
Badlands Media
15 hours agoDEFCON ZERQ Ep. 007: Flynn, Q Signals, and the Venezuela Strike
116K58 -
2:29:05
FreshandFit
6 hours agoOwen Shroyer leaves Alex Jones But Here's the Truth!
23.2K19 -
2:04:10
Inverted World Live
11 hours agoJapanese Memory Eraser | Ep. 101
105K19 -
2:42:52
TimcastIRL
9 hours agoTrump To Deploy National Guard To Chicago, Baltimore, Democrats Call To Resist | Timcast IRL
229K101