Ne Me Gela Shta, Ne La cha Yema Khafa, Mat Yem | Ijaz Ufaq | Mumtaz Ourakzia

2 years ago
15

نه مې ګیله شته نه له چا یمه، خفه مات یمه

د زور دی نه یم، خدائ ته اوګورہ، راځه، مات یمه

مات بوتلونه مې په قبر د شرابو کیږدئ
زہ په نازکو پسې بد شیشه، شیشه، مات یمه

غږ مې را اونه ختو، غږ به مې را اونه خیژې
خاموش خاموش لکه د دوو زړونو رشته، مات یمه

تا سترګې واړولې، وران دې کړمه، ړنګ دې کړمه
په بدل شوې تال کښې زہ لکه نغمه، مات یمه

ممتازہ اوښکه شوم، په خپل رخسار مې لیکه وکړه
دومرہ تحریر یم،او په دغه حاشیه، مات یمه
Ijaz Ufaq
ممتاز اورکزے

Loading comments...