Shpa Pa Wato Shwa - Dewa mara shwa - Os De Na Razi Sok | Sahib Shah Sabir | Sarfaraz Khan

1 year ago
14

شپه په وتو شوه ډیوه مړه شوه اوس دې نه راځي څوک
د انتظار جذبه سړه شوه اوس دې نه راځي څوک

ما وې چې رابه شي د ستوریو د پیغور به نه شم
بیګاه چې هغسې ونه شوه اوس دې نه راځي څوک

پرون رانغله چې د نه راتلو جواز یې نه ؤ
وفا چې یو ځلې پیکه شوه اوس دې نه راځي څوک

د تنهایۍ په غېږ کې خوښه شوه قرار یې وموند
ارزو سندره شوه ټپه شوه اوس دې نه راځی څوک

هسې نه داغ شي د ښکلا د تقدس په لمن!
مینه شکي شوه ګنګوسه شوه اوس دې نه راځي څوک

په ډېرو تېروتمه ډېر یاران مې وپیژندۀ
د هر اشنا مې خوا مړه شوه اوس دې نه راځي څوک

میکده ورانه شوه زړه روغ شو لاړ په خود شو جنون
د رقیبانو خوا سړه شوه اوس دې نه راځي څوک
_______
صاحب شاہ صابر
#pashtosongs #newpashtosong #Pastoclassicgazal #pashtoclassicsongs

Loading comments...